کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۵): عایشه قریشي له ماشومتوبه په معلولیت کې ژوند کوي، خو د کورنۍ ملاتړ یې او د هغې خپلې هڅې د دې لامل شوي چې جسمي محدودیت یې د زدهکړو او پرمختګ مخه ونه نیسي؛ هغه اوس د سره صلیب نړۍواله کمېټه کې کار کوي او هیله لري معلولینو ته ډېر خدمتونه وړاندې کړي. پژواک خبري اژانس په دغه راپور کې عایشه قریشي، هغه نجلۍ چې له معلولیت سره یې مبارزه کړې او اوس د نورو معلولینو لپاره یوه ښه بېلګه ده، معرفي کوي. عایشه چې ۲۸ کاله مخکې د کابل ښار په پنجصد فامیلیو سیمه کې په یوه روڼاندې کورنۍ کې زېږېدلې، وايي چې کورنۍ یې د هغې له زېږېدو سره سم د هغې د جسمي حالت په اړه پوه وه؛ ځکه د ملا د مهرو برخه کې یې یوه دانه وه چې په څرګنده لیدل کېده. له ډاکټرانو سره تر سلا مشورو وروسته، نوموړې د ۵۲ ورځو په عمر جراحي شوه. د عایشې په خبره، ډاکټرانو یې کورنۍ ته ویلي وو چې د عملیاتو ترسره کول کولای شي په راتلونکي کې د لا ډېرو ستونزو رامنځته کېدو مخه ونیسي او کورنۍ یې هم له لومړیو ورځو د هغې د درملنې لپاره هڅې پیل کړې وې. د عایشې مور فریدې وویل، د خپلې لور له زېږېدو په لومړۍ ورځ پوه شوه چې د هغې د…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
عایشې څنګه خپل معلولیت د پرمختګ پر یوه انګېزه بدل کړ؟
Sources
Afghan sources
عایشې څنګه خپل معلولیت د پرمختګ پر یوه انګېزه بدل کړ؟