د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د وزیرانو شورا په ۳۰مه غونډه کې د ګډون لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته رسېدلی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د یاد سازمان د غړو هېوادونو استازي د اقتصادي اړیکو او دوهاړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د ایکو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره اسلاماباد ته رسېدلي دي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلاماباد په هوايي ډګر کې د دغه وزارت مرستیال محمد طارق وزیر او یوشمېر نورو ډیپلوماټانو د ایران د بهرنیو چارو وزیر هرکلی کړی.پاکستاني چارواکي وایي، عراقچي به د غونډې په څنډه کې د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو او د ایکو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم وګوري.د راپورونو له مخې، له عراقچي سره په دغه سفر کې شاوخوا ۴۰ ایراني خبریالان هم ملګري دي. نوموړی به د پاکستان له سفر وروسته عمان ته ولاړ شي. لشکري رېساني له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره د خبرو په مهال د کانونو د استخراج لپاره له کورنیو او نړیوالو شرکتونو سره د احتمالي تړونونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د تړونونو د پټ ساتلو شرطونه د خلکو د حقونو او د طبیعي سرچینو د مدیریت په اړه پوښتنې راپورته کوي. هغه زیاته کړه چې د طبیعی…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
عباس عراقچي د ایکو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره اسلاماباد ته ورسېد
سرچینې
Afghan sources
عباس عراقچي د ایکو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره اسلاماباد ته ورسېد