Kabulافغانستانامنیتدری

عبدالحکیم شرعي د طالبانو دوه هزاره معینان «رټلي او تحقیر» کړي دي — AF International

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-10 15:50:02🎙 رادیو را بشنوید

له کابل څخه باوري سرچینو د دوشنبې په ورځ د زمري په ۱۹مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د دغې ډلې دوه هزاره لوړ پوړي چارواکي په خپل کاري دفتر کې «رټلي، توهین او تحقیر کړي دي.» د طالبانو د ریاست الوزرا د معلوماتو له مخې ملا عبدالغني برادر اخوند د هرات ولایت په تورغونډۍ کې د ترکمنستان له ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف سره د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او د دواړو هېوادونو د راتلونکو ګډو اقتصادي فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي. ملا برادر ویلي، په هرات کې د ټاپي پروژې چارې په ښه ډول روانې دي او تمه ده چې پاتې کارونه یې په ټاکلي وخت بشپړ شي. هغه له ترکمن لوري وغوښتل چې دواړه هېوادونه د ګازو د بیې په اړه هوکړې ته ورسېږي او د بیې ټاکلو فورمول داسې تعدیل شي چې د اروپايي بازارونو د بیو د شدیدو بدلونونو له اغېزو مخنیوی وشي. د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له ترکمن لوري غوښتي چې د ګاز قرارداد دې د اوږدې مودې لپاره وي، شرایط یې اسانه او د بیاکتنې لپاره دې پکې انعطاف منونکی مېکانېزم شامل شي. ملا برادر په هرات کې د ګازو د وېش او مصرف لپاره د شبکې جوړولو په برخه کې د ترکمن لوري د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده….

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-10 15:50:02

خط زمانی

  1. AF International

    عبدالحکیم شرعي د طالبانو دوه هزاره معینان «رټلي او تحقیر» کړي دي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-10 12:59:31

عبدالحکیم شرعي د طالبانو دوه هزاره معینان «رټلي او تحقیر» کړي دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button