افغانستانامنیتپښتو

عبداللطیف منصور: پاکستاني چارواکي د زلزلو او نورو طبیعي پېښو پړه هم پر… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-16 22:34:58🎙 راډیو واورئ

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر پاکستاني چارواکي تورن کړل، چې د خپلې هرې ناکامۍ او ستونزې پړه پر افغانانو اچوي. هغه د خیبر پښتونخوا وروستی وضعیت پر افغانستان «بې اغېزې» ګڼي او له پاکستاني چارواکو غواړي، چې د خپلو دیني عالمانو له لارې له دوی سره خپلې ستونزې حل کړي. ګل حسن حسن د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) په یاده غونډه کې زیاته کړه: «که څه هم ځینو لوریو ډېره هڅه کړې او لا هم هڅه کوي چې د داعش او مسلحو ډلو د پیاوړتیا او همدا رنګه د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق له لارې د افغانستان په وسیله د منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي،‌ خو موږ یې په کلکه مخه نیولې ده». هغه په ډاګه کړه: «د سیمې د ګډ امنیت د ساتنې په برخه کې زموږ ملي امنیتي ادارو او دفاع وزارت له خپلو سیالانو سره د مسلحو ډلو د کنټرول او د سرحدونو د ساتنو په موخه نږدې کار کړی دی. په دې لړ کې زموږ امنیتي ادارې توانېدلي چې د داعش مرکزونه او رهبري د افغانستان له قلمرو څخه په بشپړه توګه ختم کړي او پرېنږدي چې د ورانکارو ډلو له‌خوا سیمه‌ییزو هېوادونو ته خطر متوجې شي». تر اوسه پاکستان د طالبانو دغو تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو د…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-16 22:34:58

مهالوېش

  1. AF International

    عبداللطیف منصور: پاکستاني چارواکي د زلزلو او نورو طبیعي پېښو پړه هم پر افغانانو اچوي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-16 18:45:24

عبداللطیف منصور: پاکستاني چارواکي د زلزلو او نورو طبیعي پېښو پړه هم پر افغانانو اچوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button