افغانستانامنیتدری

عبدالکریم خُرم: افغان او پاکستاني ولسونه سره انساني او د دوستۍ ژوند غواړي — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-11 19:02:23🎙 رادیو را بشنوید

د جمهوریت پر مهال د ارګ د دفتر رییس عبدالکریم خُرم په پاکستان کې د افغان محصلینو د درسونو د بندولو پرېکړې په غبرګون کې ویلي، په همدې تړاو د پاکستاني محصلینو، مدني فعالانو او ځینو سیاسي شخصیتونو مخالفت وښوده، چې د دواړو هېوادونو ولسونه په سوله او دوستۍ کې ژوند کول غواړي. د افغانستان د متحدې جبهې مشر سمیع سادات د جمعې په ورځ، د وږي ۲۰مه، په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته افغانانو ۲۰ کاله د امریکايي ځواکونو ترڅنګ د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه وکړه. د هغه په وینا، په دې موده کې بنسټونه او زېربناوې ورغول شوې او افغان ځوانانو زده کړو او نړیوالو فرصتونو ته لاسرسی پیدا کړ. سمیع سادات زیاته کړې چې افغانانو یادې لاسته راوړنې په «درنه بیه» ترلاسه کړې وې. سمیع سادات د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر نهمه د القاعدې د غړو له خوا د احمدشاه مسعود او د پخواني ولسمشر او د سولې عالي شورا د مشر برهان الدین رباني ترور ته په اشارې سره ویلي چې افغانان لا هم د طالبانو او ترهګرو ډلو له امله زیان ویني، خو د هغه په وینا، د ازادۍ لپاره مبارزه او د طالبانو، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه به دوام ولري. سادات ویلي، د افغانستان متحدې جبهې د اګست له لومړۍ نېټې…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-11 19:02:23

خط زمانی

  1. AF International

    عبدالکریم خُرم: افغان او پاکستاني ولسونه سره انساني او د دوستۍ ژوند غواړي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-11 17:19:59

عبدالکریم خُرم: افغان او پاکستاني ولسونه سره انساني او د دوستۍ ژوند غواړي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button