EnglishKabulافغانستانامنیت

عراقچي: خلیج کې د بهرنیو پوځي ځواکونو حضور کړکېچ زیاتوي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-27 06:52:04🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سوېلي کوریا د بهرنيو چارو له وزير سره په ټیلېفوني خبرو کې ویلي چې په خلیج کې د بهرنیو پوځي ځواکونو حضور به د کړکېچ زیاتېدو او د شخړې پراخېدو لامل شي. رویټرز د نومبر په ۲۷مه راپور ورکړی چې عراقچي د پنجشنبې په ورځ د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر چو هیون سره په ټیلېفوني خبرو کې د سیمې پر وضعیت او د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې کړې دي. د راپور له مخې، عراقچي ویلي چې په خلیج کې د بهرنیو پوځي ځواکونو حضور به د کړکېچ زیاتېدو او د شخړې پراخېدو لامل شي. په سیول کې د ايران سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د سوېلي کوریا د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرو کې ډاډ ورکړی چې هېواد یې په هيڅ جګړه کې د ګډون او خلیج ته د سرتېرو لېږلو نیت نه لري. دا خبرې داسې مهال شوې چې د سوېلي کوریا پارلمان د دغه هېواد د سمندري ځواکونو د «چیونګهې» قطعې د عملیاتي ساحې د پراخولو طرحه څېړي. د طرحې له مخې، د یادې قطعې د فعالیت ساحه به د عمان سمندرګي سوېلي اوبو ته هم وغځول شي، څو د سوېلي کوریا د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ امنیت خوندي شي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-27 06:52:04

Timeline

  1. Pajhwok

    عراقچي: خلیج کې د بهرنیو پوځي ځواکونو حضور کړکېچ زیاتوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-27 11:16:51

عراقچي: خلیج کې د بهرنیو پوځي ځواکونو حضور کړکېچ زیاتوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button