کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هرمز تنګي د مدیریت د ترتیباتو او سیمهییزو تحولاتو په اړه له عماني چارواکو سره د خبرو لپاره مسقط ته تللی. د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، عراقچي نن (شنبه) د یوه ډیپلوماتیک پلاوي په مشرۍ عمان ته تللی او ټاکل شوې چې له عماني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، د هرمز تنګي د مدیریت د ترتیباتو او سیمهییزو تحولاتو په اړه خبرې وکړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دغه سفر په اړه ویلي: «دا سفر د هغو سلا مشورو په دوام ترسره کېږي چې له تېرو یوې دوو میاشتو راهیسې مو له عمان سره د هرمز تنګي د موضوع په تړاو پیل کړې دي.» هغه زیاته کړې چې د هرمز تنګي موضوع د جګړې پای ته رسولو د تفاهملیک له مهمو موضوعاتو څخه وه. عمان ته د عراقچي سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د هرمز تنګي د امنیت د ټینګښت او مدیریت څرنګوالی په وروستیو میاشتو کې د ایران او امریکا ترمنځ د اختلاف پر یوې موضوع بدل شوی دی.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
عراقچي د هرمز تنګي په اړه د خبرو لپاره عمان ته تللی