AfghanistanKabulPolitics
عراقچي عراق ته سفر کړی — Pajhwok
DevelopingPoliticsKabul1 sourcesUpdated 2026-06-28 13:16:33
کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د عراق پلازمېنې بغداد ته تللی دی. صدا او سیما راپور ورکړی چې عباس عراقچي نن (یکشنبه) سهار عراق ته ولاړ. د راپور له مخې، عراقچي به په دغه سفر کې د عراق له لوړپوړو چارواکو سره د دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییزو او نړۍوالو بدلونونو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړي. په راپور کې راغلي چې د دغه سفر په اجنډا کې د ایران د پخواني رهبر علي خامنهای د جنازې د مراسمو ترسره کولو لپاره له عراقي مسوولو ادارو سره د لازمې همغږۍ برابرول هم شامل دي.
Quick facts
LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Last update2026-06-28 13:16:33
Timeline
-
Pajhwok
عراقچي عراق ته سفر کړی