کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۵): د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دغه هېواد پر وړاندې د بریدونو په اړه «چوپتیا او دوهګوني دریځونه» غندلي او وايي چې دا ډول چلند تېريکوونکي د خپلو اقداماتو تکرار ته هڅوي. هغه خبرداری ورکړ چې پر ایران برید کې هر ډول ګډون به د دغه هېواد له دفاعي غبرګون سره مخ شي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي نن (جمعه) د قرغيزستان په چولپوناتا ښار کې د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل چې پر ایران د بریدونو په اړه د نړۍوالې ټولنې چوپتیا یا مبهم دریځونه نه یوازې د دغو اقداماتو د تکرار مخه نه نیسي، بلکې تېريکوونکي د هغو دوام ته هڅوي. د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، عراقچي پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله او ویې ویل چې د ایران ډیپلوماتیکو هڅو ته په پوځي اقدام ځواب ورکولو، پر ډیپلوماسۍ او د شخړو د سولهییز حل پر میکانیزمونو باور کمزوری کړی دی. هغه ټینګار وکړ چې اسلامي جمهوریت ایران د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې له خپل مشروع دفاعي حقه استفاده کړې او «د هيڅ جګړې پیلوونکی نه و او نه به وي.» د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه خبرداری ورکړ چې پر ایران د برید په اړه هر…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
عراقچي: پر ایران د بریدونو پر وړاندې چوپتیا تېريکوونکي د جنایتونو تکرار ته هڅوي
سرچینې
Afghan sources
عراقچي: پر ایران د بریدونو پر وړاندې چوپتیا تېريکوونکي د جنایتونو تکرار ته هڅوي