کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۵): د عراق حکومت تایید کړې چې د سعودي عربستان پر مهمې ختیځ ـ لوېدیځ تېللېږدوونکې نللیکې د بېپیلوټه الوتکو وروستي بریدونه د عراق له خاورې شوي؛ بغداد د دې پېښې په تړاو یو پوځي قوماندان له دندې ګوښه کړی دی. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، عراقي چارواکو معلومه کړې چې دغه بریدونه د عراق په سوېل کې، د ایران پولې ته نږدې د میسان ولایت له سیمې شوي دي. د راپور له مخې، د عراق حکومت د دې موضوع په تړاو د میسان د عملیاتو قوماندان له دندې ګوښه کړی او څېړنې یې پیل کړې دي. د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت ویلي چې د ختیځ ـ لوېدیځ نللیکه د پنجشنبې په ورځ د ریاض او مدینې په سیمو کې څو ځله په نښه شوه چې په پایله کې یې یو شمېر کسان ټپیان شوي، خو د هغوی د شمېر او هویت په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې له عراقه راالوتو څو بېپیلوټه الوتکو دغه نللیکه په نښه کړې ده. اسوشیټېډ پرېس لیکلي چې «د ایران ملاتړې عراقي وسلهوالې ډلې» د دغو بریدونو په ترسره کولو تورنې شوې دي؛ خو په راپور کې نه دي ویل شوي چې دا تور کومې ادارې یا چارواکي لګولی، او د عراق حکومت هم تر اوسه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
عراق تایید کړه چې د سعودي عربستان د تېلو پر نللیکه بریدونه د دغه هېواد له خاورې شوي
منابع
Afghan sources
عراق تایید کړه چې د سعودي عربستان د تېلو پر نللیکه بریدونه د دغه هېواد له خاورې شوي