د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري، هند ته د خپل رسمي سفر په دوام، د «افغانستان او هند د سوداګریزو فرصتونو» په نوم تعاملي غونډه کې د افغانستان او هند ترمنځ د کرنې په برخه کې د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی. د بدخشان والي مولوي محمداسماعیل غزنوي ته ویلي، جمعهخان فاتح «د طالبانو حکومت ته ژمن او وفادار شخص دی او د نظام ترڅنګ به ولاړ وي.» هغه د طالبانو د حکومت او جمعهخان فاتح ترمنځ د اختلافونو راپورونه هم رد کړي او ویلي یې دي: «د اسلامي امارت او جمعهخان فاتح ترمنځ هېڅ ډول اختلاف نشته.» د والي په وینا، جمعهخان فاتح د بدخشان ولایت په مرکز کې له طالبانو سره د وفادارۍ تر تازه کولو وروسته د هوایي ځواک په چورلکه کې درواز ولسوالۍ ته ولېږدول شو. ددغه طالب چارواکي په اړه ورستيو خپارشیو معلومات له مخې، نوموړی د ملا هبت الله له لوري له دندې د بې طرفه کېدو له امله ناراضه شوي وو. حنفي شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د علماوو او قومي مشرانو په یوه غونډه کې ویلي چې د امر بالمعروف د قانون پلي کول د ټولو ګډ مسولیت دی. هغه ویلي: «کوم مسولیت چې رسول الله ترسره کاوه، هماغه مسولیت تاسو علماوو ته هم راجع دی او تاسو باید اسلامي شریعت او…
Quick facts
Timeline
-
AF International
عطاالله عمري له هندي چارواکو سره د کرنې برخه کې د سوداګریزو فرصتونو پر پراختیا غږیدلی
Sources
Afghan sources
عطاالله عمري له هندي چارواکو سره د کرنې برخه کې د سوداګریزو فرصتونو پر پراختیا غږیدلی