کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵): ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد مخکنی رهبر ایتالله علي خامنهيي او د کورنۍ څلور نور غړي يې په مشهد کې خاورو ته سپارل شوي دي. د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د علي خامنهيي جسد نن سهار (جمعه، د چنګاښ ۱۹مه) د خپلې کورنۍ د څلورو غړو له جسدونو سره یوځای د مشهد ښار د امام رضا (ع) په زیارت کې خاورو ته وسپارل شو. راپورونه وایي، د علي خامنهيي د جنازې مراسم په تېره یوه اونۍ کې د تهران، قم، کربلا، نجف او مشهد په ښارونو کې ترسره شول. د راپورونو له مخې، مجتبی خامنهيي چې د خپل پلار له مړینې وروسته د ایران د نوي مشر په توګه معرفي شوی، د جنازې په هيڅ یوه مراسمو کې ګډون نهدی کړی؛ خو د علي خامنهيي درې نور زامن، مصطفی، میثم او مسعود خامنهيي د جنازې د لمانځه په مراسمو کې حاضر وو. د رسنیو د راپورونو له مخې، د خښولو له مراسمو مخکې د هغه مشر زوی مصطفی خامنهيي د خپل پلار د جنازې لمونځ ادا کړی و. علي خامنهيي څلور میاشتې مخکې پر ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو په لومړۍ ورځ ژوند له لاسه ورکړی و.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
علي خامنهیي په مشهد کې خاورو ته وسپارل شو