Englishافغانستانامنیتغور

عیني شاهدان: ور راپسې تړلی و، اور ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان ووژل -… — Bbc

DevelopingSecurityغور1 SourcesUpdated: 2026-08-30 13:03:34🎙 Listen to radio

دا د چهارشنبې د سهار د سپېده چاود شېبې وې چې د پاکستان پلازمېنې د زېږنتون په یوه وارډ کې وېروونکې اورلګېدنه رامنځته شوه. د پېښې پایله د ۱۴ نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې سبب شوه، په داسې حال کې چې د والدینو په وینا هغوی د مرستې رسېدو لپاره ساعتونه انتظار ایستلی و. حفصې ولید له خپلې يور سره یوځای، چې څو ورځې وړاندې یې ماشوم زېږېدلی و، د پاکستان د طبي علومو انستیتیوت (PIMS) روغتون د خونې ترڅنګ موجود د. هغې لومړی یوه چیغه واورېده او فکر یې وکړ چې شاید کوم ناروغ ساه ورکړې وي – خو وروسته یې لوګي ولیدل. دوی دواړه له داسې یو کوچني ماشوم سره وتښتېدل چې دومره نوی زیږېدلی و چې تر اوسه ورته نوم هم نه و اېښودل شوی. "موږ ان د خپلو څیزونو په فکر کې هم نه شوو. موږ یوازې ماشوم پورته کړ او په بيړې لاندې پوړ ته ورغلو." "ځینو ناروغانو همغه شپه ماشومان زېږولي وو. زه ان نه پوهېږم چې موږ څنګه په ښکته تلو وتوانېدو – هر څه خورا ګډوډ او وارخطا وو." اور د اسلام اباد په یوه مهم دولتي روغتون (PIMS) کې د مور او ماشوم د وارډ په درېیم پوړ کې له هوا سړوونکي (ای سي) پیل شو. په وارډ کې له موجودو ۱۵ ماشومانو یوازې یو ماشوم وژغورل شو. ۴۰ کلن خرم…

Quick facts

Locationغور
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-30 13:03:34

Timeline

  1. Bbc

    عیني شاهدان: ور راپسې تړلی و، اور ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان ووژل – BBC News پښتو

Sources

External sources

BbcPS
2026-08-30 05:15:25

عیني شاهدان: ور راپسې تړلی و، اور ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان ووژل – BBC News پښتو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button