Politicsافغانستاندریغزني

غزني ولایت کې به سږ کال نږدې دیرش زره ټنه د هندواڼو حاصل تر لاسه شي

در حال تکمیلPoliticsغزني1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-02 09:54:59🎙 رادیو را بشنوید

زمونږ خبریال راپور راکړی ځایي چارواکي وایي، سږ د نورو کالو په پرتله د هندواڼو حاصلات ښه شوي وو. د غزني ولایت کرنې ،مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست ویاند محمد ذکریا هوتک وایي، سږ کال د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پر ۲۵۰۰ جریبه زمکه هندواڼې کرل شوې وې ،چې د اټکل له مخې به دیرش زره میتریک ټنه د هندواڼو حاصلات تر لاسه شي. هغه وایي، په کومو سیمو کې،چې د هندواڼو د فصلونو لپاره د اوبه خور د څاڅکوله سیستم څخه ګټه اخیستل شوې نه یوازې دا،چې اوبه سپما شوي بلکې د حاصلاتو کچه ېې هم د هغه سیمو په پرتله، چې په روانو اوبو خړوبه شوي لوړه ده. یو ځایی کروندګر احمدګل، چې پر خپله پنځوس جریبه زمکه یې هندواڼې کرلي وایي د هندوانو لپاره د څاڅکو اوبه خور سیستم خورا ګټه ور دی. هغه وايي، د ډیرو کمو اوبو په کارولو یې د هندواڼو فصل ثمر ته رسولی دی. د هغه پر وینا ، دهندواڼو لپاره د پلور بازار نه شتون اندیښمن کړی دی. احمد ګل له حکومت او نورو ادارو څخه د بازار موندلو غوښته کوي. د غزني ولایت اوسیدونکي هم د هندواڼو حاصلاتو زیاتوالی ته خوشحاله دي او وایي، ګڼ شمیر خلکو ته پکې د کار زمینه برابره شویده. د غزني ولایت کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست چارواکي وايي، د کروندګرو حاصلاتوته…

اطلاعات کوتاه

مکانغزني
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-02 09:54:59

خط زمانی

  1. Parstoday

    غزني ولایت کې به سږ کال نږدې دیرش زره ټنه د هندواڼو حاصل تر لاسه شي

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-02 09:48:01

غزني ولایت کې به سږ کال نږدې دیرش زره ټنه د هندواڼو حاصل تر لاسه شي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button