DevelopmentKabulافغانستاندری

غزني ښار کې د ملکي روغتون سړک د پراختیا چارې پیل شوې — Pajhwok

در حال تکمیلDevelopmentKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-12 11:52:10🎙 رادیو را بشنوید

غزني‌ښار (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د غزني ښاروالي وایي، په دغه ښار کې د ملکي روغتون د سړک د پراختیا چارې د څه باندې ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې چې له بشپړېدو سره به یې ترافیکي ستونزې راکمې شي. د غزني ښاروال مولوي ابومحمد ثابت د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، دغه سړک چې د کابل ـ کندهار له عمومي لارې تر بهلول سړک پورې غځېدلی، څه باندې یو کیلومتر اوږدوالی لري او د پروژې له مخې به ۳۰ متره پراخ شي، دواړو غاړو ته به یې معیاري ویالې، پلي لارې او نور اړین ښاري تأسیسات جوړ شي. هغه زیاته کړه، د دې پروژې له بشپړېدو سره به ترافیکي ګڼه‌ګوڼه کمه او ناروغان به په کم وخت کې تر ملکي روغتونه رسېږي او د ښار د ترافیکي نظم په ښه‌والي کې به مهم رول ولوبوي. د نوموړي په خبره چې د دې پروژې چارې باید مخکې پیل شوې وای، خو د سړک په اوږدو کې د یو شمېر غیرقانوني هټیو او شخصي ودانیو شتون د هغې د پلي کېدو پر وړاندې جدي خنډونه رامنځته کړي وو. ښاروال وویل چې دغه پروژه د ښاروالۍ له داخلي بودجې تمویلېږي او ټاکل شوې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړه شي. هغه دغه‌راز زیاته کړه، ښاروالي په نږدې راتلونکي کې د یو شمېر نورو پرمختیايي پروژو د پلې کولو…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-12 11:52:10

خط زمانی

  1. Pajhwok

    غزني ښار کې د ملکي روغتون سړک د پراختیا چارې پیل شوې

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-12 16:18:46

غزني ښار کې د ملکي روغتون سړک د پراختیا چارې پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button