EnglishKabulSportsافغانستان

غزني کې د اتو ولایتونو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې — Pajhwok

DevelopingSportsKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-05 06:29:08🎙 Listen to radio

غزني‌ښار (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۵): غزني کې د اتو ولایتونو د ۴۳ لوبډلو او ۱۷۲ نیزه‌وهونکو ترمنځ د نیزه‌وهنې یو ورځنۍ دوستانه سیالۍ ترسره شوې چې لومړی او دویم مقامونه غزني او درېیم مقام پکتیا خپل کړل. په دې سیالیو کې د غزني ترڅنګ د کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان‌وردګو او زابل ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی و. د غزني د بدني روزنې او ورزش آمر بلال مجاهد پژواک ته وویل، دغه سیالۍ د ولایتونو ترمنځ د ورزشي اړیکو د پیاوړتیا، د ورزشکارانو ترمنځ د همکارۍ زیاتېدو او په غزني کې د نیزه‌وهنې پراختیا په موخه ترسره شوې. هغه زیاته کړه، د نیزه‌وهنې سیالۍ د سکشن برخه کې ترسره شوې چې څلور ـ څلور اسان پکې ځغلېدل. د نوموړي په خبره، د غزني د مرکز لوبډلې لومړی، د غزني د واغظ ولسوالۍ لوبډلې دویم او د پکتیا مرکزي لوبډلې درېیم مقامونه خپل کړل. مجاهد وویل، دغه سیالۍ د نیزه‌وهنې فدراسیون او د المپیک ادارې په همغږۍ، د اندړو ولسوالۍ د ځوانانو، قومي مشرانو او سوداګرو په مالي ملاتړ ترسره شوې. د نیزه‌وهنې فدراسیون استازي محمدانور اندړ وویل، په تېرو درېیو ـ څلورو کلونو کې د دې لوبې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. هغه زیاته کړه، نیزه‌وهنه د افغانانو له لرغونو دودیزو لوبو ده چې تېرو څو لسیزو ناامنیو یې د پراختیا بهیر اغېزمن کړی و، خو اوس…

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-09-05 06:29:08

Timeline

  1. Pajhwok

    غزني کې د اتو ولایتونو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-05 10:58:57

غزني کې د اتو ولایتونو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button