KabulSportsافغانستانپښتو

غزني کې د اوو ولایتونو ترمنځ د فول رزم سیالۍ تر سره شوې — Pajhwok

روان خبرSportsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-25 10:32:03🎙 راډیو واورئ

غزني ښار (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۵): د فول رزم ملي فدراسیون مسوولین وایي، په غزني کې د فول رزم د اتلولۍ پنځم پړاو سیالۍ د اوو ولایتونو د ۸۰ لوبغاړو په ګډون ترسره شوې. فول رزم یو رزمي او تکتیکي ورزش دی چې تر ډېره د ځان‌دفاع پر مهارتونو ولاړ دی. یادې سیالۍ د جمعې په ورځ د غزني ښار د نواباد سیمې اړوند د «قصر شکوفه‌ها» په تالار کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې. د فول رزم ملي فدراسیون سکرترجنرال فرید رضایي پژواک ته وویل، په دغو سیالیو کې د غزني په ګډون د هرات، هلمند، کندهار، زابل، کابل او بغلان ولایتونو ۸۰ ورزشکارانو ګډون کړی او د فول رزم په بېلابېلو برخو کې یې له یو بل سره سیالۍ کړې دي. رضایي زیاته کړه، د دغو سیالیو موخه د فول رزم ورزش پراختیا، د ځوانو استعدادونو پېژندنه او د ورزشکارانو ترمنځ د سالمې سیالۍ رامنځته کول دي. هغه د اولمپیک له ادارې وغوښتل چې له دې ورزش څخه ملاتړ وکړي، څو لا پراختیا ومومي. ورزشکاران هم د دغو سیالیو له ترسره کېدو خوښ دي او وایي، په ولایتونو کې د ورته سیالیو دوام کولای شي ځوانانو ته سالمه بوختیا رامنځته او د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکولو زمینه برابره کړي. د هلمند ورزشکار کرم خان احمد، چې په دغو سیالیو کې د خپل ولایت استازیتوب کوي، پژواک…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-09-25 10:32:03

مهالوېش

  1. Pajhwok

    غزني کې د اوو ولایتونو ترمنځ د فول رزم سیالۍ تر سره شوې

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-25 14:59:04

غزني کې د اوو ولایتونو ترمنځ د فول رزم سیالۍ تر سره شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button