EnglishPoliticsافغانستانغزني

غزني کې د زمري ۲۴مې او ۲۸مې په ویاړ مشاعره ترسره شوه — Bakhtar

DevelopingPoliticsغزني1 SourcesUpdated: 2026-08-11 10:47:08🎙 Listen to radio

Summary: د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اسلامي امارت د پنځمې کلیزې او د زمري ۲۴مې او ۲۸مې ورځو په مناسبت د «خپلواکۍ» تر سرلیک لاندې شانداره مشاعره ترسره شوه. د باختر اژانس د خبر له مخې، په دغې ادبي او فرهنګي غونډه کې د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار، د ولایت یو شمېر مسوولینو، شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو او د شعر او ادب مینه‌والو ګډون کړی و.د مشاعرې په پیل کې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار وینا وکړه او د زمري ۲۴مه یې د افغانستان د خلکو د قربانیو او مبارزو په پایله کې د ازادۍ تاریخي ورځ وبلله.نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان خلک د خپلو تاریخي مبارزو او قربانیو له لارې د خپلواکۍ ترلاسه کولو ته رسېدلي او د دې ستر نعمت ساتنه د ټولو افغانانو ګډ مسؤلیت دی.هغه له شاعرانو او لیکوالانو وغوښتل، چې د خپلو ادبي اثارو له لارې د ملي یووالي، دیني ارزښتونو، خپلواکۍ غوښتنې او فرهنګي ودې په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.په مشاعره کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو راغلو شاعرانو، ادیبانو او لیکوالانو د ازادۍ، ملي یووالي، هېواد او اسلامي ارزښتونو په تړاو خپل حماسي، ملي او ادبي شعرونه او پنځونې ګډونوالو ته وړاندې کړې، چې د حاضرینو له تود هرکلي سره مخ شوې.د مسوولینو په وینا، د دغې مشاعرې موخه د ازادۍ د کلیزې نمانځل، د ادبي او فرهنګي فعالیتونو پیاوړتیا، د شاعرانو او لیکوالانو هڅونه او د ملي او اسلامي ارزښتونو پیاوړي کول دي.

Quick facts

Locationغزني
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-08-11 10:47:08

Timeline

  1. Bakhtar

    غزني کې د زمري ۲۴مې او ۲۸مې په ویاړ مشاعره ترسره شوه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-11 06:04:42

غزني کې د زمري ۲۴مې او ۲۸مې په ویاړ مشاعره ترسره شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button