Newsافغانستانپښتوغزني

غزني کې د «سپيده داغ» په نوم یوې سیمه‌ییزې راډیو خپرونې پیل کړې — Pajhwok

روان خبرNewsغزني1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-06 11:52:02🎙 راډیو واورئ

غزني‌ښار (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۵) د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د «سپيده داغ» په نوم یوې سیمه‌ییزې راډیو له څو میاشتو ازمایښتي خپرونو وروسته نن چهارشنبه خپل رسمي نشرات پیل کړل. د راډیو د پرانیستې مراسمو کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالله منصور، د اندړو ولسوال مولوي غلام رسول انس، د راډیو مسوولینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، فرهنګي او ټولنیزو شخصیتونو او ځوانانو ګډون کړی و. د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالله منصور مراسمو ته وویل، رسنۍ د عامه پوهاوي، سالمو معلوماتو خپرولو او د ټولنې د فکري ودې برخو کې مهم رول لري. هغه وویل، رسنۍ باید خپل فعالیتونه د نافذه قوانینو او رسنیزو اصولو په چوکاټ کې ترسره کړي او په خپلو خپرونو کې اسلامي، ملي او ټولنیزو ارزښتونو ته پاملرنه ولري. د سپېده داغ راډیو مسوول مدیر کشمیر اندړ وویل، دغې راډیو له څو میاشتو ازمایښتي خپرونو وروسته خپل رسمي نشرات پیل کړل. هغه زیاته کړه، د راډیو ډېری خپرونې به ښوونیزې او تعلیمي وي، خو ترڅنګ به خبري، دیني، ورزشي او ټولنیز پروګرامونه هم خپروي. د نوموړي په وینا، سپېده داغ راډیو هڅه کوي د سیمې د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو او زده‌کوونکو د اړتیاوو له مخې اغېزناک او ګټور پروګرامونه وړاندې کړي. د اندړو ولسوالۍ ولسوال مولوي غلام‌رسول…

لنډ معلومات

ځایغزني
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-08-06 11:52:02

مهالوېش

  1. Pajhwok

    غزني کې د «سپيده داغ» په نوم یوې سیمه‌ییزې راډیو خپرونې پیل کړې

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-06 16:21:06

غزني کې د «سپيده داغ» په نوم یوې سیمه‌ییزې راډیو خپرونې پیل کړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button