Sportsافغانستانپکتیکادری

غزني کې د شپږو ولایتونو د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ پای… — Pajhwok

در حال تکمیلSportsپکتیکا1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-30 08:22:07🎙 رادیو را بشنوید

غزني‌ښار ( پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د شپږو ولایتونو د ۳۲ لوبډلو او ۱۲۸ نیزه‌وهونکو ترمنځ د نیزه‌وهنې درې‌ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې؛ په دې سیالیو کې غزني، خوست او پکتیکا د درېیو بېلابېلو برخو لومړي مقامونه خپل کړل. دغه سیالۍ د غزني ولایت په کوربه‌توب د پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان‌وردګو او زابل ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د اندړو ولسوالۍ د میري بازار سیمه کې ترسره شوې. د سیالیو تنظیموونکي وايي، ۳۲ لوبډلو او ۱۲۸ نیزه‌وهونکو په سینګل نېزه، لاین نېزه او سیکشن نېزه‌وهنه کې سیالۍ وکړې. د افغانستان د نیزه‌وهنې او بزکشۍ فدراسیون ريیس غلام‌سرور جلال وايي، دغه ټورنمنټ د اړوند فدراسیون او د المپیک ادارې په همغږۍ، د اندړو ولسوالۍ د ځوانانو، قومي مشرانو او سوداګرو په مالي ملاتړ جوړ شوی و. نوموړي وویل، نیزه‌وهنه د افغانانو له پخوانیو دودیزو لوبو ده او د داسې سیالیو له لارې هڅه کېږي چې تکړه ورزشکاران وپېژندل شي او د کورنیو او نړۍوالو سیالیو لپاره چمتو شي. جلال وايي، افغانستان په دې وروستیو کې د نیزه‌وهنې په نړۍوالو سیالیو کې هم ګډون کړی او هڅه کېږي چې په راتلونکي کې افغان ورزشکاران نورو هېوادونو ته د سیالیو لپاره ولېږل شي. هغه زیاته کړه، ټاکل شوې د افغانستان د نیزه‌وهنې لیګ هم د لېندۍ میاشتې په ۱۵مه پیل شي، چې د نوموړي په وینا، د هېواد…

اطلاعات کوتاه

مکانپکتیکا
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-30 08:22:07

خط زمانی

  1. Pajhwok

    غزني کې د شپږو ولایتونو د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-30 12:50:31

غزني کې د شپږو ولایتونو د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button