Kabulافغانستانامنیتپښتو

غزني کې د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه؛ یوه لوډر‌چلوونکي ژوند له… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-19 10:22:14🎙 راډیو واورئ

غزني‌ښار (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند په قلعه‌جوز سیمه کې د ځمکې د ملکیت پر سر د غصب د مخنیوي کمېسیون غړو او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د شخړې له امله یوه کس چې د لوډر چلوونکی و، ژوند له لاسه ورکړی دی. د غزني امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه پرون د غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه‌جوز په سیمه کې شوې ده. سرچینې زیاته کړې چې د غصب د مخنیوي کمېسیون غړي د ځمکې د ملکیت یوې موضوع څېړلو لپاره سیمې ته تللي وو چې له ځايي اوسېدونکو سره یې لومړی لفظي شخړه رامنځته شوې او وروسته خلکو هلته چلېدونکی یو لوډر په ډبرو وېشتلی دی. د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې د یاد لوډر چلوونکی لومړی سخت ټپي شوی و او د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شو، خو وروسته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. سرچینه وایي، امنیتي ځواکونه د پېښې له رامنځته کېدو سره سم سیمې ته رسېدلي او شخړه یې کنټرول کړې ده. امنیه قومانداني زیاتوي چې د دې پېښې په تړاو څو شکمن کسان نیول شوي او د موضوع د لا روښانتیا لپاره څېړنې روانې دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-19 10:22:14

مهالوېش

  1. Pajhwok

    غزني کې د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه؛ یوه لوډر‌چلوونکي ژوند له لاسه ورکړی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-19 14:50:27

غزني کې د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه؛ یوه لوډر‌چلوونکي ژوند له لاسه ورکړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button