غزني (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او د پېښې په تړاو څلور کسان نیول شوي دي. د غزني د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې چې دغه پېښه د ګیلان ولسوالۍ په ماشینانو کلي کې د لارې پر سر د دوو کورنیو د غړو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده. سرچینه زیاتوي، په دې پېښه کې یو کس لومړی سخت ټپي و خو د غزني ملکي روغتون ته د لېږد پر مهال یې د سختو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. د غزني امنیه قومانداني وايي چې د پېښې په تړاو یې څلور کسان نیولي او په اړه یې نورې پلټنې هم روانې دي.
اطلاعات کوتاه
مکانغزني
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-10-16 06:47:06
خط زمانی
-
Pajhwok
غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی
منابع
Afghan sources
PajhwokPS
2026-10-16 11:14:39
غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی