Economyافغانستانپښتوغزني

غزني کې د څه باندې ۶۰۰ زره ډالرو په لګښت د مېوو او… — Bakhtar

روان خبرEconomyغزني1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-10 22:42:06🎙 راډیو واورئ

Summary: په غزني ښار کې د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د مېوو او سبزیجاتو د ساتنې لپاره یوه مجهزه سړه‌خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د باختر اژانس د خبر له مخې، دغه سړه‌خونه د غزني یوه خصوصي پانګه‌وال همایون له لوري د څه باندې ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت پر دوه نیم جریبه ځمکه جوړه شوې ده. همایون ویلي، د دې سړې‌خونې د جوړولو موخه له بزګرانو او سوداګرو سره مرسته ده، څو خپلې مېوې او سبزیجات پکې وساتي او د نامناسبې هوا له امله د کرنیزو محصولاتو له خرابېدو او ضایع کېدو مخنیوی وشي.نوموړي زیاته کړې، چې دغه سړه‌خونه په یوه وخت کې د دوو ټنو مېوو او سبزیجاتو د ساتنې ظرفیت لري او په پرمختللو وسایلو سمبال شوې ده.په همدې حال کې، یو شمېر سوداګرو او بزګرانو د دې سړې‌خونې جوړېدل د کرنې او سوداګرۍ د ودې او پراختیا لپاره مهم بللي او له اړوندو مسوولینو یې غوښتنه کړې، چې د کرنیزو محصولاتو د تولید او کیفیت لوړولو او نړیوالو معیارونو ته د رسېدو په برخه کې له دوی سره لا ډېره همکاري وکړي.

لنډ معلومات

ځایغزني
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-10 22:42:06

مهالوېش

  1. Bakhtar

    غزني کې د څه باندې ۶۰۰ زره ډالرو په لګښت د مېوو او سبزیجاتو سړه‌خونه جوړه شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-10 11:12:30

غزني کې د څه باندې ۶۰۰ زره ډالرو په لګښت د مېوو او سبزیجاتو سړه‌خونه جوړه شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button