HealthKabulافغانستانپښتو

غزني کې د کابل – کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه؛ یو کس… — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-12 12:12:02🎙 راډیو واورئ

غزني‌ښار (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵): مسوولین وايي چې د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه ۵۸۰ بس موټر چپه کېدو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۳۰ نور ټپیان شوي دي. د غزني د والي ویاند میوندشاه احمدزي پژواک ته وویل چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې د دغه ولایت د ګیلان ولسوالۍ د پښ کندې سیمه کې د غزني ـ کندهار پر لویه لار شوې ده. هغه زیاته کړه، په پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۳۰ نور ټپیان شوي چې د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. سرچینه وايي، لومړني معلومات ښيي چې پېښه د چلوونکي ویده کېدو له امله شوې خو د کره لامل معلومولو په اړه یې څېرنې پیل شوې دي. د یادونې ده، د غزني ـ کندهار لویه لار د هېواد له بوختو ترانزیټي لارو ده او هر کال پرې د بېلابېلو لاملونو له امله لسګونه ترافیکي پېښې رامنځته کېږي چې ګڼو کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوړي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-12 12:12:02

مهالوېش

  1. Pajhwok

    غزني کې د کابل – کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او ۳۰ نور ټپیان شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-12 16:35:58

غزني کې د کابل – کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او ۳۰ نور ټپیان شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button