KabulPoliticsافغانستاندری

غزني کې د ۱۵ ولایتونو ترمنځ د تکواندو څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-26 11:53:33🎙 رادیو را بشنوید

غزني (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۵): په غزني کې د ۱۵ ولایتونو د ۲۰۰ ورزشکارانو په ګډون د تکواندو دوه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې؛ چارواکي وایي، غوره ورزشکاران به د هېواد د تکواندو ملي لوبډلې ته لار ومومي. د غزني د بدني روزنې او ورزش مسوول حاجي بلال مجاهد وایي، په دغو سیالیو کې د ۱۵ ولایتونو ۲۰۰ ورزشکاران د ۲۰ لوبډلو په چوکاټ کې سیالي کوي. د هغه د معلوماتو له مخې، کابل، غزني، میدان‌وردګ، پکتیا، خوست، پنجشېر، زابل، کندهار، هلمند، هرات، پکتیکا، پروان، بلخ، ننګرهار او غزني ولایتونو خپل ورزشکاران دغو سیالیو ته استولي دي. مجاهد وویل، د دغو سیالیو غوره لوبغاړي به د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې ته لار ومومي او سیالۍ به دوه ورځې دوام وکړي. د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس مولوي احمدالله وثیق په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې وویل، د هېواد د مرکز او ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د دغو سیالیو ترسره کېدل د تکواندو د ودې، د ځوانو استعدادونو د روزنې، له نشه‌يي توکو د هغوی د لرې ساتلو، د پیاوړي ملي ټیم د جوړېدو او په نړۍوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره د لا ډېرو بریاوو ترلاسه کولو په موخه مهم ارزښت لري. وثیق زیاته کړه چې د غزني د ورزشکارانو ملاتړ د دوی د ادارې له لومړیتوبونو دی او هڅه کوي چې روان کال د…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-26 11:53:33

خط زمانی

  1. Pajhwok

    غزني کې د ۱۵ ولایتونو ترمنځ د تکواندو څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-26 16:22:57

غزني کې د ۱۵ ولایتونو ترمنځ د تکواندو څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button