Sportsافغانستانبلخپښتو

غزني کې د ۲۴ کلبونو ترمنځ د کرکټ دوه میاشتنۍ «انټرکلب» سیالۍ پای… — Pajhwok

روان خبرSportsبلخ1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-18 11:19:00🎙 راډیو واورئ

غزني‌ښار (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د غزني ولایت د ۲۴ کلبونو ترمنځ د ۲۰۲۶ کال ۵۰ اوریزې کرکټ «انټرکلب» سیالۍ – چې نږدې دوه میاشتې یې دوام وکړ- پای ته ورسېدې. د غزني د کرکټ مسوول عبدالودود پکتیال پژواک ته وویل، په یادو سیالیو کې د دغه ولایت ۲۴ کلبونو برخه اخیستې وه چې پر څلورو ګروپونو وېشل شوي وو. هغه زیاته کړه، سیالیو دوه میاشتې دوام وکړ، هرې لوبډلې د مهال‌وېش له مخې پنځه لوبې ترسره کړې او هره ورځ یوه لوبه کېده. پکتیال زیاته کړه، د دغو سیالیو اساسي موخه د لوبغاړو د فزیکي او تخنیکي وړتیاوو لوړول، د سیالۍ تجربې زیاتول او د راتلونکو بین‌الولایتي دویمې درجې سیالیو لپاره د غوره لوبغاړو ټاکل دي. د نوموړي په خبره، د پایلوبې په سیالۍ کې مینه‌وال زلمي او دوبۍ پټرولیم لوبډلو د یو د بل پر وړاندې لوبه وکړه چې په پایله کې دوبۍ پټرولیم خپلې سیالې لوبډلې ته د اتو وېکټو په توپیر ماته ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ. بلخوا، د یادو سیالیو یوه لوبغاړي عذیر بختیار پژواک ته وویل، سره له دې چې د کرکټ مینه‌وال ورځ تر بلې زیاتېږي، خو لا هم په غزني کې د کرکټ معیاري لوبغالی نشته. هغه وویل: «موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو. مناسب لوبغالی نه لرو چې په ډاډه زړه تمرین او سیالۍ پکې ترسره کړو،…

لنډ معلومات

ځایبلخ
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-07-18 11:19:00

مهالوېش

  1. Pajhwok

    غزني کې د ۲۴ کلبونو ترمنځ د کرکټ دوه میاشتنۍ «انټرکلب» سیالۍ پای ته ورسېدې

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-18 15:44:10

غزني کې د ۲۴ کلبونو ترمنځ د کرکټ دوه میاشتنۍ «انټرکلب» سیالۍ پای ته ورسېدې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button