Englishافغانستانامنیتغزني

غزني کې د ۴۵ میلیون افغانیو په لګښت سړه خونه جوړه شوه — Pajhwok

DevelopingSecurityغزني1 SourcesUpdated: 2026-08-11 09:48:17🎙 Listen to radio

غزني‌ښار (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۵): غزني کې د شاوخوا ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د مېوو او سبزیجاتو ساتنې یوه سړه خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دې سړې خونې مسوول حاجي همایون پژواک ته وویل چې یاده خونه یې د غزني ښار اړوند په ده‌خدای‌داد سیمه کې جوړه کړې ده. هغه زیاته کړه چې دغه سړه خونه د دوه زره مټریک ټنه مېوو او سبزیو ساتلو ظرفیت لري او شاوخوا ۳۵۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. یو سوداګر حاجي طالب وايي چې د غزني د ډېرو کورنیو اقتصادي ژوند له کرنې او مالدارۍ سره تړلی، خو د کرنیزو محصولاتو ساتنې لپاره د مناسبو امکاناتو نشتوالی د بزګرانو یوه له مهمو ستونزو ده. هغه وویل، د دې سړې خونې له لارې به د بڼوالو او بزګرانو حاصلات تر مناسب وخت پورې وساتل شي، څو هغوی وکولای شي خپل محصولات د بازار د اړتیا له مخې وپلوري. د سیمې بزګران او باغ‌لرونکي هم د دې سړې خونې جوړېدل د خپلو حاصلاتو د ساتنې لپاره مهم بولي. دوو بزګرانو مبارک‌شاه او محمدامین له حکومت او مرستندویو بنسټونو وغوښتل چې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. د غزني د کرنې ریاست ویاند قاري زکریا هوتک پژواک ته وویل، که څه هم دغه سړه خونه ډېره لویه نه ده، خو د…

Quick facts

Locationغزني
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-11 09:48:17

Timeline

  1. Pajhwok

    غزني کې د ۴۵ میلیون افغانیو په لګښت سړه خونه جوړه شوه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-11 14:17:24

غزني کې د ۴۵ میلیون افغانیو په لګښت سړه خونه جوړه شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button