Summary: غزني کې د عامې روغتیا ریاست له لوري ۸۰ تنه روږدي تر درملنې وروسته له شپږ میاشتنیو حرفوي او مسلکي زده کړو فارغ شول. د یاد ریاست د روږدو کسانو د درملنې مرکز مسوول ډاکټر محمد ایوب محمدي وايي، چې یاد کسان د یوې همکارې موسسې په مالي ملاتړ زده کړې ترلاسه کړې دي.نوموړي زیاته کړې، چې په دغو کسانو کې ۴۰ مېرمنې هم شاملې دي چې د شپږو میاشتو په موده کې یې د موټرسایکل جوړولو، خیاطۍ، موبایل جوړولو، برېښنا او فلزکارۍ په برخو کې مسلکي زده کړې ترلاسه کړې دي. د ځايي مسوولینو په وینا، دوی به له دې وروسته وکولای شي د ترلاسه شويو زده کړو پر مټ د کورنۍ د نفقې په برابرولو کې له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي.مسوولینو د دغو فارغانو لپاره د کاري وسایلو د وېش پر مهال دا هم وویل، چې اسلامي نظام د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د دې ناوړه پدیدې د له منځه وړلو بشپړه اراده لري.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
غزني کې لسګونه روږدي تر درملنې وروسته په حرفوي زده کړو سمبال شول
سرچینې
Afghan sources
غزني کې لسګونه روږدي تر درملنې وروسته په حرفوي زده کړو سمبال شول