غزنيښار (پژواک) – د غزني ښار په نواباد سیمه کې د نجونو د نقاشۍ او رسامۍ د هنري اثارو درې ورځنی نندارتون جوړ شوی او بېلابېل هنري اثار نندارې ته پکې وړاندې شوي دي. د دغه نندارتون مسوولې نازنین نوروزي پژواک ته وویل، دغه نندارتون د لومړي ځل لپاره د سیمې د یو شمېر بااستعداده نجونو په شخصي لګښت جوړ شوی او هیڅ دولتي ادارې یا مرستندوی بنسټ یې ملاتړ نه دی کړی. هغې زیاته کړه، د نندارتون موخه د مطالعې دودول، د نجونو د هنري وړتیاوو څرګندول او د هغوی په لاس جوړ شوي اثار خلکو ته ورپېژندل دي. د نوموړې په خبره، په نجونو کې ډېر هنري استعدادونه شته، خو د امکاناتو او مالي ملاتړ نشتوالی د دغو استعدادونو د ودې پر وړاندې خنډ دی. نوروزي له حکومت، سوداګرو، خیرغوښتونکو او اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې د نجونو د هنري فعالیتونو ملاتړ وکړي، څو په غزني کې تر دې هم لوی نندارتون جوړ کړي. د دغه نندارتون ګډونواله زهرا عليزاده وايي، دوه هنري اثار یې نندارې ته وړاندې کړي او نقاشي د خپلو احساساتو د څرګندولو یوه وسیله بولي. نوموړې چې د پخوانیو ستونزو له امله ایران ته کډواله شوې وه او بېرته هېواد ته راستنه شوې، وايي، د زدهکړو د فرصتونو د نشتوالي له امله یې پرېکړه کړې چې د نقاشۍ هنر ته دوام ورکړي. د نندارتون…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
غزني کې لسګونو نجونو خپل هنري اثار نندارې ته وړاندې کړي