غزني (پژواک) – په غزني کې ۱۷۵ بېوزله ماشومان له شپږ میاشتنیو حرفوي زدهکړو فارغ شول او د فراغت سندونو ترڅنګ د خپلو زدهکړو حرفو اړوند کاري وسایل هم ورکړل شول. یاد شپږ میاشتنی روزنیز پروګرام د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ او د افغانستان د خدمتونو، پرمختیا او ټولنیزې هوساینې موسسې (ADWSO) له لوري پلي شوی و. د یادې موسسې د غزني د ولایتي دفتر مسوول حمیدالله خرم وویل، په دغه پروګرام کې هغه یتیم، بېوزله او له اقتصادي ستونزو سره مخ ماشومان شامل شوي وو چې پخوا په درنو او شاقه کارونو بوخت وو. هغه زیاته کړه، یاد ماشومان د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همغږۍ پېژندل شوي او د خپلو وړتیاوو او اړتیاوو له مخې په بېلابېلو حرفوي زدهکړو کې شامل شوي وو. د ده په خبره، دغو ماشومانو د شپږو میاشتو په موده کې حرفوي زدهکړې ترلاسه کړې او په دې موده کې هر یوه ته هره میاشت ۲۵۰۰ افغانۍ هم ورکړل شوې دي. هغه وویل، کلچهپزي، ګلدوزي، بوټګنډل، د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصب او ترمیم، د موبایلونو او موټرسایکلونو ترمیم هغه حرفې دي چې ماشومانو ته پکې زدهکړې ورکړل شوې دي. هغه وویل، د پروګرام په پای کې هر فارغ شوي ماشوم ته د خپلې زدهکړې او حرفې اړوند د ۲۶ زره افغانیو په ارزښت کاري وسایل هم…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
غزني کې ۱۷۵ بېوزله ماشومانو ته حرفوي زدهکړې ورکړل شوې