HealthKabulافغانستاندری

غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونو کې اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-19 05:27:09🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د غزې تړانګې پر دوو استوګنیزو سیمو د اسرائیلو بریدونو کې اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلو پرون (شنبه) د غزې دوه استوګنیزې سیمې په نښه کړې دي. د راپور له مخې، یوې جنګي الوتکې د النصر په سیمه کې یوه اپارتمان بمبار کړی او د همدې سیمې ترڅنګ د الزیتون پر سیمه توغندي لګېدلې دي. روغتیايي سرچینو الجزیرې ته ویلي چې په النصر سیمه کې د یوه اپارتمان پر دویم پوړ دوه توغندي لګېدلي چې له امله یې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د سرچینو په وینا، په ګڼې‌‌ګونې په ډ‌که یاده سیمه کې ګڼ نور کسان هم ټپیان شوي، خو دقیق شمېر یې نه دی څرګند شوی. سرچینو زیاته کړې چې د ژغورنې ډلې لا هم د هغو کسانو په لټه کې دي چې تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي او خبرداری یې ورکړی چې د وژل شوو شمېر ښايي لوړ شي. د راپور له مخې، روغتیايي سرچینو همداراز ویلي چې د پرون ورځې په لومړیو کې د اسرائیلو په توپچي برید کې د غزې ښار د الزیتون سیمه کې درې نور کسان هم وژل شوي دي. د یادونې ده، سره له دې چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د اوربند هوکړه شوې وه، د غزې پر…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-19 05:27:09

خط زمانی

  1. Pajhwok

    غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونو کې اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-19 09:56:21

غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونو کې اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button