Kabulافغانستانامنیتپښتو

غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې درېیو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-19 18:30:11🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – له اوربند سره سره، د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو په بریدونو کې درېیو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او د دوو ښځو او یوه ماشوم په ګډون یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د غزې ښار په زیتون سیمه کې د اسراییلو د توپچي برید له امله یوه فلسطیني ژوند له لاسه ورکړی او د بې‌ځایه شویو پر یوه پناه‌ځای د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د یوې ښځې په ګډون څو کسان ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، په همدې سیمه کې یوه ۳۸ کلن فلسطیني د اسراییلو د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ژوند له لاسه ورکړی او د غزې په مرکزي برخه کې یو بل فلسطینی د څو ورځې مخکې د ورته برید له امله د ټپونو له کبله ساه ورکړې ده. دغه‌راز د دیرالبلح په ختیځ او خان‌یونس کې د یوه ماشوم او یوې ښځې په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي. د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د اسراییلو په بریدونو کې تر ۷۴ زره ډېرو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۷۵ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي؛ دغه راز د غزې ۹۰ سلنه بنسټیز تاسیسات ویجاړ شوي دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-19 18:30:11

مهالوېش

  1. Pajhwok

    غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې درېیو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-19 22:59:11

غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې درېیو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button