Kabulافغانستانامنیتپښتو

غزه کې د امکاناتو نشتوالي او محدودیتونو له امله د سرطاني ناروغانو د… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-14 09:20:39🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په غزه کې ډاکټران وايي چې په دې سیمه کې د سرطاني ناروغانو د مړینې کچه د جګړې له پیله د مخکې په پرتله دوه تر درې برابره لوړه شوې؛ ځکه ډېری ناروغان د امکاناتو له نشتوالي او بهر ته د تلو له محدويتونو سره مخ دي. رویټرز راپور ورکړی چې په غزه کې د سرطان یوازېنی تخصصي روغتون په ۲۰۲۵ کال کې د اسرائیلو له خوا ویجاړ شوی او اوس شاوخوا ۱۷ زره سرطاني ناروغان په دې سیمه کې کیموټراپي او د درملنې نورو اسانتياوو ته لاسرسی نه لري. په راپور کې د ډاکټرانو له قوله راغلي چې ډېری ناروغان له غزې بهر د درملنې لپاره د سفر مالي توان نه لري او هغه کسان چې د درملنې لپاره بهر تللی شي، هم له غزې څخه د وتلو له محدودیتونو سره مخ دي. خو هغه اسرائیلي پوځي اداره چې غزې ته د لاسرسي څارنه کوي، ادعا کړې چې د درملنې لپاره د ناروغانو لېږد محدود شوی نه دی؛ خو د هغوی وتل د منونکي هېواد له رسمي غوښتنې او امنیتي ارزونې سره تړاو لري. دې اسرائیلي ادارې ویلي چې د روان کال په فبرورۍ کې د رفح د پولې له محدودې بیا پرانیستل کېدو راهیسې شاوخوا ۵ زره او ۸۰۰ هغه کسان چې په غزه کې د درملنې اړتیا لري،…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-14 09:20:39

مهالوېش

  1. Pajhwok

    غزه کې د امکاناتو نشتوالي او محدودیتونو له امله د سرطاني ناروغانو د مړینې کچه لوړه شوې ده

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-14 13:49:06

غزه کې د امکاناتو نشتوالي او محدودیتونو له امله د سرطاني ناروغانو د مړینې کچه لوړه شوې ده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button