کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۵): د غزې په مرکزي برخه کې د سختو ورښتونو له امله د شګو او خاورو یوه غونډۍ د بېځایه شویو فلسطینیانو پر خېمو راپرېوتې او له امله یې پنځه کسان مړه شوي؛ فلسطیني چارواکو غزې ته د سرپناه د اړینو توکو پر ننوتلو د اسرائیلو محدودیتونه او په دې اړه د د نړیوالې ټولنې اقدام نه کول غندلي دي. الجزیرې نن (دوشنبه) راپور ورکړی چې دغه پېښه د غزې په مرکزي برخه، دیرالبلح سیمه کې شوې او دوه کسان لا هم نادرکه دي. د راپور له مخې، له سختو ورښتونو وروسته د شګو او خاورو یوه غونډۍ د بېځایه شویو فلسطینیانو پر خېمو راپرېوتې ده. الجزیرې د یوې ښځې او څلورو ماشومانو د مړینې خبر ورکړی، خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د دوو ښځو او درېیو ماشومانو مړینه تایید کړې ده. د غزې د ملکي دفاع ادارې ویاند محمود بصل ویلي چې د ژغورنې ډلې د نادرکه کسانو د موندلو هڅې کوي. د راپور له مخې، غزې ته د ژغورنې د ځانګړو وسایلو پر ننوتلو د محدودیتونو له امله ځايي اوسېدونکي اړ شوي چې تر خاورو لاندې د پاتې کسانو د راایستلو لپاره په خپلو لاسونو کیندنې وکړي. بلخوا، د غزې د حکومت رسنیز دفتر په یوه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې پر بېغورۍ او نه اقدام نیوکه کړې ده….
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
غزه کې د بېځایه شویو پر خېمو د خاورو غونډۍ راپرېوتې؛ پنځه کسان مړه شوي
منابع
Afghan sources
غزه کې د بېځایه شویو پر خېمو د خاورو غونډۍ راپرېوتې؛ پنځه کسان مړه شوي