کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي چې په غزه کې د اوربند له ټینګېدو وروسته په تېرو ۳۰۰ ورځو کې لږ تر لږه ۳۰۰ ماشومان شهيدان شوي دي. په ژنیو کې د ملګرو ملتونو دفتر نن (جمعه) پر اېکسپاڼه د دغه بنسټ د ویاندې لوئیز واټریج له قوله لیکلي چې له اوربند سره سره ماشومان لا هم د تاوتریخوالي قرباني کېږي. واټریج ویلي: «نړۍ دې ته اوربند وایي، خو په غزه کې کورنۍ لا هم خپل ماشومان خاورو ته سپاري.» هغې د اندېښنې په څرګندولو ویلي چې په غزه کې د اوربند له ټینګېدو وروسته په ۳۰۰ ورځو کې لږ تر لږه ۳۰۰ ماشومان وژل شوي دي. لوئیز واټریج ویلي: «د غزې اوسېدونکي له سختو شرایطو سره مخ دي، تر خېمو لاندې له ډېرو کمو امکاناتو سره شپې او ورځې تېروي، ماشومان په بېلابېلو ناروغیو او خوارځواکۍ اخته دي، د روغتونونو ډېرې ودانۍ ویجاړې شوې او د درملو او طبي تجهیزاتو کمښت په څرګند ډول محسوسېږي.» هغې په غزه کې د ماشومانو د مرګژوبلې پر دوام اندېښنه ښودلې او د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوندیتوب پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
غزه کې له اوربند وروسته په ۳۰۰ ورځو کې لږ تر لږه ۳۰۰ ماشومان شهيدان شوي
Sources
Afghan sources
غزه کې له اوربند وروسته په ۳۰۰ ورځو کې لږ تر لږه ۳۰۰ ماشومان شهيدان شوي