Developmentافغانستانپښتوغور
غور کې د مرکزي زندان د دویم بلاک د جوړولو چارې پیل شوې — Bakhtar
Summary: د غور ولایت د مرکزي زندان د دویم بلاک د جوړولو چارې د زندانونو چارو د سمون عمومي ادارې له پراختیايي بودجې څخه د ۱۳ میلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې. د غور د مرکزي زندان مدیر مولوي دین محمد دیندوست باختر اژانس ته وویل، چې دغه بلاک به پر ۶۱۰ متره مربع ځمکه جوړ شي، چې ۱۰ خونې، شپږ حمامونه او شپږ تشنابونه به ولري.نوموړي زیاته کړې، چې د دغه بلاک د جوړولو موخه بندیانو ته د اوسېدنې مناسب چاپېریال برابرول او د هغوی لپاره د اړینو اسانتیاوو رامنځته کول دي.په همدې حال کې، د امان ایوبي ساختماني شرکت انجنیر ګلاحمد فیض ډاډ ورکړ، چې د قرارداد او نقشې له مخې به د یاد بلاک د جوړولو چارې په ټاکلې موده کې بشپړې او اړوندې ادارې ته به یې وسپاري.
لنډ معلومات
ځایغور
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-09-15 15:33:50
مهالوېش
-
Bakhtar
غور کې د مرکزي زندان د دویم بلاک د جوړولو چارې پیل شوې