کابل (پژواک) – چارواکي وایي چې د غور په پسابند ولسوالۍ کې د ۲۰ ورځنیو عملیاتو په ترڅ کې د نشهیي توکو د تولید اته کارخونې ویجاړې شوې، ۲۷ کسان نیول شوي او په زیاته اندازه نشهیي توکي، ۱۵۰ موټرسایکلونه او یو شمېر نور وسایط او تجهیزات کشف او ضبط شوي دي. د غور امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري وایي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲۷ کیلوګرامه «ایف» ډوله نشهیي توکي، ۸۵۰۰ ګرامه تصفیه شوي چرس، ۱۷ زره او ۲۰ کیلوګرامه وچه شوې یمه او دوه زره او ۷۵۰ کیلوګرامه د نشهیي توکو په تولید کې کارېدونکي لومړني مواد هم ضبط شوي دي. هغه زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵۰ موټرسایکلونه، دوه ټراکټورونه، یو کاماز موټر، دوه فولډر موټر او دوې ژرندې هم ضبط کړې دي. دی زیاتوي چې نیول شوي کسان د قانوني څېړنو لپاره محکمې ته ورپېژندل شوي او کشف شوي نشهیي توکي سوځول شوي دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
غور کې د نشهیي توکو د تولید اته کارخونې ویجاړې او ۲۷ کسان نیول شوي دي
منابع
Afghan sources
غور کې د نشهیي توکو د تولید اته کارخونې ویجاړې او ۲۷ کسان نیول شوي دي