غور کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوې پروژې… — Bakhtar
Summary: د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې د منار جام په تاریخي ساحه کې د مېلمستون او هوټل د لا ښې ساتنې په موخه د یو میلیون ۲۵۲ زره ۵۷۰ افغانیو په لګښت یوه ساتندویه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر اسرائیل حیدري باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې په دې پروژه کې د ۱۲۰ متره په اوږدوالي او یو متر په لوړوالي د محافظتي دېوال جوړول، د ۱.۵ متره فلزي کټارې نصب، د لمریزې برېښنا سیسټم جوړول او د څښاک پاکو اوبو برابرول شامل دي.د نوموړي په وینا، دغه پروژه د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له پراختیايي بودجې څخه د یو میلیون ۲۵۲ زره ۵۷۰ افغانیو په لګښت پلې شوې ده.د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو را وروسته د جام تاریخي منار د ساتنې او د ګرځندوی د اسانتیاوو د پراختیا په موخه یو شمېر واړه او لویې پروژې پلې شوې دي او دا مهال هم په دغه تاریخي ساحه کې د نورو پراختیايي پروژو چارې روانې دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
غور کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې شوې
Sources
Afghan sources
غور کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې شوې