افغانستانامنیتدریغور

غور کې د ښځو د حقونو اړوند سلګونو قضیو ته رسېدنه شوې — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityغور1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-06 13:47:12🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د غور ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست مسوولین وایي، چې دغې ادارې د ۱۴۰۵ مالي کال په تېرو شپږو میاشتو کې د ښځو د حقونو اړوند نږدې ۳۰۰ قضیو ته رسېدنه کړې ده. د یاد ریاست مطبوعاتي مسوول مولوي محمد عیسی جابر باختر اژانس ته ویلي، چې په دغو قضیو کې اجباري او له قانوني عمر څخه د کم عمر ودونه، د دښمنیو د پای ته رسولو په موخه د ښځو ورکول، د مهر او میراث حقونه، کورنۍ ستونزې او د ښځو د حقونو اړوند نورې موضوعګانې شاملې وې.نوموړي زیاته کړې، چې د دې ریاست محتسبینو هڅه کړې، څو د غور ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښځو له شرعي حقونو ساتنه وکړي او د هغو چارو مخه ونیسي، چې د اسلامي شریعت خلاف وي.د نوموړي په وینا، د دغو هڅو په پایله کې د ۶۱ هغو اجباري ودونو مخه نیول شوې، چې د نجونو له رضایت پرته د ترسره کېدو په حال کې وو.هغه ویلي، چې د میراث، مهر، کورني تاوتریخوالي او د ښځو د نورو حقونو اړوند ۲۳۸ قضیو ته هم رسېدنه شوې او ټولې یادې قضیې حل او فصل شوې دي.نوموړي ټینګار کړی، چې خلکو په دې برخه کې له یادې ادارې سره همکاري کړې او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست هڅه کوي، څو د ښځو ټول شرعي حقونه خوندي او هغوی ته وسپارل شي.

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-06 13:47:12

خط زمانی

  1. Bakhtar

    غور کې د ښځو د حقونو اړوند سلګونو قضیو ته رسېدنه شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-06 09:34:39

غور کې د ښځو د حقونو اړوند سلګونو قضیو ته رسېدنه شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button