Newsافغانستانپښتولوګر

غور کې شنې خونې؛ د اوبو د کمښت تر سیوري لاندې د حاصلاتو… — Pajhwok

روان خبرNewsلوګر1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-05 06:29:18🎙 راډیو واورئ

فیروزکوه (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۵): په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ له امله په غور ولایت کې دودیزه کرنه له ګڼو ستونزو سره مخ شوې، یو شمېر کروندګر د شنو خونو کرکېلې او څاڅکي اوبولګولو سیسټم ته په مخه کولو سره توانېدلي د خپلو حاصلاتو کچه لوړه کړي؛ خو د اسانتیاوو او حاصلاتو ته د مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي. د غور ولایت مسوولین وايي، په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولایت کې د شنو خونو شمېر زیات شوی او دا مهال تر ۱۲۰ ډېرې فعالې شنې خونې شته چې د څاڅکي اوبولګولو پر سیسټم سمبالې دي. رمضان چې ۳۷ کاله عمر او شنه خونه لري، پژواک ته وویل چې اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ په دغه ولایت کې کرنه سخته زیانمنه کړې او د کروندګرو ځمکې نور ښه حاصلات نه ورکوي. هغه چې د شنو خونو کرنې ته یې مخه کړې، وویل: «د بازار د اړتیا او د خلکو د سبزیو او ترکاریو د غوښتنې له مخې، تېر کال مو د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت یوه شنه خونه جوړه کړه او هڅه مو وکړه چې د څاڅکي اوبولګولو له سیسټمه کار واخلو. خوشبختانه زموږ حاصلاتو ښه نتیجه ورکړې ده.» نوموړی زیاتوي، له هرې شنې خونې هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۲۰ کیلوګرامه بادرنګ او نور کرنیز محصولات راټولوي او بیا یې ځايي بازار…

لنډ معلومات

ځایلوګر
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-07-05 06:29:18

مهالوېش

  1. Pajhwok

    غور کې شنې خونې؛ د اوبو د کمښت تر سیوري لاندې د حاصلاتو ډېرېدو هیله

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-05 10:51:16

غور کې شنې خونې؛ د اوبو د کمښت تر سیوري لاندې د حاصلاتو ډېرېدو هیله

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button