Englishافغانستانامنیتفاریاب

فاریاب؛ د میمنې ښاروالۍ د روان کال په دویمه ربع کې څه باندې… — Bakhtar

DevelopingSecurityفاریاب1 SourcesUpdated: 2026-09-05 13:32:33🎙 Listen to radio

Summary: د میمنې ښاروالۍ مسوولین وایي، چې دغې ادارې د ۱۴۰۵ مالي کال په دویمه ربع کې ۴۶ میلیونه ۵۷۰ زره ۴۵۷ افغانۍ عواید راټول کړي دي. د میمنې ښاروال داملا محمدامین فرقاني د معلوماتو ورکولو او حساب ورکونې په یوه غونډه کې وویل، چې یاد عواید له ثابتو او غیرثابتو عایداتي سرچینو، لکه د ښاروالۍ د جایدادونو له کرایې، د صنفي جوازونو له وېش، د دولتي او استوګنیزو ودانیو د صفایۍ له محصول او نورو ښاري خدمتونو څخه ترلاسه شوي دي.د نوموړي په وینا، له راټولو کړل شویو عوایدو څخه څه باندې ۱۳ میلیونه ۸۸۲ زره افغانۍ په پراختیايي پروژو، د کارکوونکو په معاشونو او ښاري خدمتونو لګول شوې دي.نوموړي زیاته کړه، چې د عوایدو د لګښت بهیر له ښاریانو سره په شفاف ډول شریک شوی او د هغوی نظرونه او وړاندیزونه هم د لګښتونو د لومړیتوبونو په ټاکلو کې په پام کې نیول شوي دي.ورته مهال یو شمېر اوسېدونکو او زده ‌کوونکو د ښاروالۍ له خدمتونو خوښي څرګنده کړې؛ خو د ښاري او چاپېریالي ستونزو د هواري لپاره یې د مسوولینو د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

Quick facts

Locationفاریاب
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-05 13:32:33

Timeline

  1. Bakhtar

    فاریاب؛ د میمنې ښاروالۍ د روان کال په دویمه ربع کې څه باندې ۴۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-05 11:25:47

فاریاب؛ د میمنې ښاروالۍ د روان کال په دویمه ربع کې څه باندې ۴۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button