فاریاب کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال… — Bakhtar
Summary: د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د بادام باغ کانال د جوړولو چارې پيل شوې. د میمنې ښاروال داملا محمدامین فرقاني باختر اژانس ته ویلي، چې دغه کانال د میمنې ښار اړوند په دویمه او اوومه ناحیه کې د یادې ښاروالۍ له پراختیایي بودېجې څخه د ۱۲ میلیونه ۴۱۲ زره ۳۵۳ افغانیو په لګښت جوړېږي.نوموړي زیاته کړې چې دغه کانال ۶۸۰ متره اوږدوالی یو نیم متر سور او یو متر لوړوالی لري، چې چارې به یې په ټاکلي وخت کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم ورته پروژې پلې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي، چې پرمټ یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
فاریاب کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې
منابع
Afghan sources
فاریاب کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې