په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارو د ځینو غړو لهخوا له واکونو څخه پر ناوړه ګټې اخیستنې او د ښځو پر وړاندې پر «جنسي او جسمي» تاوتریخوالي سخته اندېښنه ښودلې ده. د طالبانو د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان امرخېل د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلويزیون سره په خبرو کې وويل: «نسبت وړاندې ته پر وقایوي تابیاوو زیات کار شوی دی. په تېر کال کې هم موږ په ختیځ زون کې په زیاته اندازه پشهخانې ووېشلې او موخه مو دا وه، چې د ملاریا له واقعاتو څخه مخنیوی وکړو». هغه زياته کړه: «د دوا پاشۍ مراحل ترسره کړل شوي او د عامه پوهاوي کچه مو هم لوړه کړې ده». هغه وويل، د روان ۲۰۲۶م کال له پيل راهيسې په ټول هيواد کې له پنځو کلو څخه کم عمره ۶۴۴ زره ماشومان پر موسمي ناروغيو اخته شوي دي. په کابل کې د اندراګاندي روغتون ډاکټران وايي، د هوا له ګرمېدو سره سم هره ورځ د موسمي ناروغیو له امله شاوخوا ۲۰۰ ماشومان روغتيايي مرکزونو ته ور وړل کيږي. د دغه روغتون یوه ډاکټر محمد عارف حسنزي د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلويزیون سره مرکه کې وويل: «یو شمېر موسمي ناروغانو ته چې خفیف واقعات دي نسخې ورکول…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
فایق: د طالبانو استخبارات او امربالمعروف د ښځو پر وړاندې له خپلو واکونو ناوړه استفاده کوي
سرچینې
Afghan sources
فایق: د طالبانو استخبارات او امربالمعروف د ښځو پر وړاندې له خپلو واکونو ناوړه استفاده کوي