Kabulافغانستانامنیتدری

فرانسه او انګلستان د ۲۰۲۶ نړیوال جام د درېیم مقام لپاره لوبېږي — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-18 10:57:14🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د فرانسې او انګلستان د فوټبال ملي لوبډلې نن شپه د ۲۰۲۶ نړیوال جام د درېیم مقام په ټاکونکې لوبه کې یو د بل پر وړاندې میدان ته وځي. د راپورونو له مخې، فرانسې په نیمه‌پایلوبه کې له هسپانیې څخه دوه پر صفر ماتې وخوړه او پایلوبې ته له رسېدو پاتې شوه؛ انګلستان هم له ارجنټاین څخه دوه پر یو ماتې وخوړه او پایلوبې ته یې لار ونه موندله. دا لوبه به د فرانسې د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه د دیدیه دشان وروستۍ لوبه وي. هغه د دې لوبډلې تر ۱۴ کلنې روزنې وروسته له خپلې دندې ګوښه کېږي. فرانسه د دشان تر روزنې لاندې د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام اتله شوه، د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام پایلوبې ته ورسېده او د نړیوال جام په درېیو پرله‌پسې پړاوونو کې یې نیمه‌پایلوبې ته لار وموندله. تمه ده چې دواړه لوبډلې د سیالیو د ګڼې‌ګوڼې له امله په خپل اصلي ترکیب کې بدلونونه راولي او هغو لوبغاړو ته د لوبېدو فرصت ورکړي چې په تېرو سیالیو کې لږ میدان ته تللي دي. د نړۍ د درېیمې لوبډلې د معلومېدو ترڅنګ، د طلایي بوټ د ګټلو سیالي هم روانه ده. د فرانسې بریدګر کیلیان امباپه په اتو ګولونو د دغه لقب له مهمو نوماندانو څخه دی او که د انګلستان پر وړاندې ګول ووهي، کولای شي…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-18 10:57:14

خط زمانی

  1. Pajhwok

    فرانسه او انګلستان د ۲۰۲۶ نړیوال جام د درېیم مقام لپاره لوبېږي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-18 15:26:57

فرانسه او انګلستان د ۲۰۲۶ نړیوال جام د درېیم مقام لپاره لوبېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button