Healthافغانستاندری

فرانسه کې په خلکو د موټر خېژولو پېښه کې دوه کسان وژل شوي؛… — Bbc

در حال تکمیلHealth1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-28 00:45:33🎙 رادیو را بشنوید

د فرانسې اې ایف پي خبري اژانس د فرانسوي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې هغه دوه کسان چې د فرانسې په شمال کې د یوه موټر حملې په پېښه کې وژل شوي، ښايي افغانان وو. دا پېښه د چهارشنبې په ماښام (اګست ۲۶مه) د نورماندۍ په کان ښار کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یوه بریدګر خپل موټر په قصدي ډول د هغو خلکو پر لور تاو کړ چې ځايي اسټېشن ته نژدې راټول شوي وو. یو سړی د پېښې په ځای کې ووژل شو او بل د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه. په دې پېښه کې لس نور کسان ټپیان شوي دي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت خورا نازک ښودل شوی. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، پولیسو یو کس یې د دې پېښې په تړاو نیولی دی، چې په روسیه کې زېږېدلی. دغه کس د پولیسو د پراخ لټون په ترڅ کې ونیول شو، ځکه چې له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی و. چارواکي وايي، څارګرو ادارو د یاد کس په هکله مخکې معلومات نه درلودل، خو د ترافیکي سرغړونو له امله پولیس ورته مخکې هم متوجه وو. د پېښې شاهدان وايي، مشکوک کس په یوه سیمه ییزه میخانه کې تر شخړې وروسته پر پلي لارویو موټر وخېژاوه. د کان ښاروال، اریستید اولیویه، وايي، پلټونکي هڅه کوي معلومه کړي چې موټر…

اطلاعات کوتاه

موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-28 00:45:33

خط زمانی

  1. Bbc

    فرانسه کې په خلکو د موټر خېژولو پېښه کې دوه کسان وژل شوي؛ 'ګومان کېږي چې قربانیان افغانان وو' – BBC News پښتو

منابع

External sources

BbcPS
2026-08-28 00:35:39

فرانسه کې په خلکو د موټر خېژولو پېښه کې دوه کسان وژل شوي؛ 'ګومان کېږي چې قربانیان افغانان وو' – BBC News پښتو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button