HealthKabulافغانستاندری

د څه باندې ۷۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د روغتیایي خدمتونو پراختیا په… — Bakhtar

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-31 22:15:14🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه وزارت له لوري تېره میاشت؛ د کابل، نیمروز، هلمند، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، کندز، بغلان، هرات، ننګرهار، کونړ، لغمان او کندهار اوسېدونکو لپاره د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه؛ له (آر آی، اس‌سي‌ال، ډبلیو اې‌ډبلیو، ډبلیو وي‌آی او او آر سي‌ډي) مؤسسو سره د څه باندې ۷۳ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ په یاده موده کې د څه باندې ۲۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت بادغیس، دایکنډي، غور، کاپیسا، کونړ او بلخ ته ۳۴۰۹ قلمه درمل او طبي تجهیزات سپارل شوي او د څه باندې ۲۵۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ننګرهار حصار شاهي روغتیایي مرکز کې د مور او ماشوم څانکې لپاره یوه معیاري ودانۍ، زابل، کونړ، غزني او میدان وردګ کې څلور روغتیايي مرکزونه، په تخار کې دوه روغتیايي ځالې او د یاد ولایت په ولایتي روغتون کې د ۱۰ بستریز جدي پاملرنې خونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. په یاده موده کې همدا رنګه، د ۲۶.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت په لغمان او نورستان کې پنځه روغتیايي مرکزونه، د غور ولایت په ۴۰ بستریز او سیمه ییز روغتونونو کې ۳۰۰ کیلوواټه بریښنايي سیسټم چارو پیل شوی، د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت د کونړ ولایت روزنیز تالار لپاره د بریښنا سیسټم فعال شوی او په پکتیا، کاپیسا او تخار کې ۱۰ روغتیايي پروژې پلې شوې دي.دغه راز د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې یو روغتیايي مرکز، د ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د بغلان په ولایتي روغتون کې د نارغانو ارزونې او لومړیتوب ټاکنې مرکز، د ۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې یو ۵۰ بستریز او د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبرې اېښودل شوې دي.د عامې روغتیا وزارت په وینا، په کابل، کاپیسا، بلخ، هرات، فراه، هلمند، جوزجان، بغلان، روزګان او خوست کې له خصوصي روغتیايي سکتور، تولیدونکو فابریکو او د خوارکي توکو له پلورنځیو څخه د څارنې په ترڅ کې؛ ۱۱۲ درملتونونه، ۹ لابراتوارونه، ۳۱ روغتیایي کتنځایونه، ۲۰ کلینیکونه، د درملو درې تولیدي شرکتونه، د خوراکي توکو ۳۴ عمده پلورنځي او د مالګې شپږ کارخونې له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې په دلیل تړل شوې او ۵.۵ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېر خوراکي توکي او درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شويو ځایونو ته لېږدول شوي دي او ورته مهال په کابل، زابل، هرات او بلخ کې څه باندې ۱۶۳ ټنه خوراکي توکي او درمل له منځه یوړل شوي دي.د یادونې وړ ده چې په یاده موده کې د عامې روغتیا وزارت له لوري ۴۵ قلمه درمل او روغتیايي محصولات او شپږ بهرني درمل جوړوونکو شرکتونه ثبت شوي او درې شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-31 22:15:14

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د څه باندې ۷۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د روغتیایي خدمتونو پراختیا په موخه هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-31 10:52:53

د څه باندې ۷۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د روغتیایي خدمتونو پراختیا په موخه هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button