هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د جبري لادرکه کېدو د قربانیانو نړۍواله ورځ په بلوچستان کې داسې حال کې نمانځل کېږي چې د لادرکه شویو کسانو کورنۍ له سخت رواني فشار او وېرې سره مخ دي.هغه وویل، «وایس فار بلوچ مسېنګ پرسنز» له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د جبري ورکېدو د قربانیانو د کورنیو لپاره د عدالت غوښتنې په موخه فعالیت کوي او سږکال یې هم د کوټې د مطبوعاتو دفتر مخې ته د اعتراض له لارې د یادې ورځې د نمانځلو تابیا کړې ده.بلوڅ زیاته کړه، دوی اندېښنه لري چې پر اعتراض کوونکو امنیتي فشار زیات شي او یا یې پرضد قضیې ثبتې شي؛ خو د لادرکه شویو کسانو کورنۍ له دې سره، سره خپلې غوښتنې نه پرېږدي.نوموړي د خپلې کورنۍ د یوه غړي مثال ورکړ او ویې ویل، چې د ده تره له ۲۰۰۱کال راهیسې ورک دی او د هغه د جبري ورکېدو ۲۵ کاله کېږي. نصرالله بلوڅ ادعا وکړه، چې د سلګونه هغه کسانو په اړه چې له کلونو راهیسې ورک دي د محکمې له لوري د وړاندې کولو امرونه هم صادر شوي؛ خو د ځینو قضیو له تېرېدو پنځه، اووه او یا تر دې د ډېرو کلونو له تېرېدو وروسته هم دغه امرونه نهدي عملي شوي.د بلوچستان د لادرکه شویو کسانو د مدافعې ډلې مشر وایي، جبري ورکېدل یوازې د ورکېدو پر قرباني اغېز نهکوي؛…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
فرانسې په کراچۍ ښار کې خپله کونسلګري وتړله