Healthافغانستانپښتوفراه

فراه کې د ایډز او ساري ناروغیو د کنټرول او درملنې مرکز جوړېږي — Bakhtar

روان خبرHealthفراه1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-24 12:12:24🎙 راډیو واورئ

Summary: د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د نږدې دوه میلیون افغانیو په لګښت د ایډز او ساري ناروغیو د درملنې مرکز د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد ولي احمدزي باختر اژانس ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د عامې روغتیا وزارت په مالي لګښت د یو میلیون ۹۱۳ زره ۲۵۵ افغانیو په لګښت د ایډز او ساري نارغیو د کنټرول او درملنې مرکز د جوړولو چارې پيل شوې دي.نوموړی وایي، چې دغه مرکز به د نرسنګ، مشورې، لابراتوار او د کتنځي څلور خونې ولري، چې چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.د یادونې وړ ده، چې د یاد مرکز په جوړېدو سره به د ایډز او ورته نورو بېلابېلو ساري ناروغیو معاینه ترسره او د ناروغیو د لېږد مخنیوی وشي.

لنډ معلومات

ځایفراه
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-24 12:12:24

مهالوېش

  1. Bakhtar

    فراه کې د ایډز او ساري ناروغیو د کنټرول او درملنې مرکز جوړېږي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-24 11:01:07

فراه کې د ایډز او ساري ناروغیو د کنټرول او درملنې مرکز جوړېږي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button