Summary: د فراه ولایت د پشتکوه ولسوالۍ په کلري سیمه کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د مالګې کان د استخراج چارې پیل شوې. د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم امر عبدالستار مسلم باختر اژانس ته وویل، چې د کلري سیمې د مالګې کان څخه د ۱۰ زره ټنه مالګې د استخراج چارې پیل شوې دي.د هغه په وینا، د مالګې د استخراج کاري موده هر کال د غبرګولي، چنګاښ، زمري او وږي میاشتې دي او په دې موده کې به هر کال شاوخوا ۳ زره ټنه مالګه استخراج شي. په همدې حال کې د پشتکوه ولسوال ملا محمد نائب عدالت قراردادي شرکتونو، کارکوونکو او نورو پانګه والو ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې په سیمه کې امنیت خوندي دی او پانګه وال کولای شي په ډاډه زړه پانګونه وکړي.مسوولین وایي، چې د دغه کان د استخراج له پیل سره به ځايي خلکو ته د کار زمینه برابره، د عوایدو کچه لوړه او د خصوصي پانګونې زمینه پراخه شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
فراه کې د مالګې کان د استخراج چارې پیل شوې