Newsافغانستانپښتوفراه

فراه کې د نږدې څلور میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو ښوونځیو ودانۍ… — Bakhtar

روان خبرNewsفراه1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-15 06:42:10🎙 راډیو واورئ

Summary: د فراه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د روان کال په اوږدو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د درې میلیونه ۹۸۷ زره افغانیو په لګښت د څلورو ښوونځیو ودانۍ بیا رغول شوې دي. د فراه د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول مولوي حمیدالله منهاج باختر اژانس ته ویلي چې د یادو ښوونځیو د بیارغونې چارې د پوهنې ریاست او همکارو مؤسسو له لوري ترسره شوې دي.د نوموړي په وینا، په فراه ولایت کې ټولټال ۹۲۹ مدرسې او ښوونځي شته، چې ۱۶۲ زره او ۷۴۰ نارینه او ښځینه زده‌کوونکي پکې پر زده‌کړو بوخت دي.هغه زیاته کړې، چې له ۸۰۰ ډېرو راستنو شویو ماشومانو څخه ازموینې اخیستل شوې او تر زرو ډېرو ښوونکو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه سیمینارونه هم جوړ شوي دي.د یادونې وړ ده، چې په دغه ولایت کې د دوو نورو ښوونځیو د رغونې چارې هم روانې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

لنډ معلومات

ځایفراه
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-10-15 06:42:10

مهالوېش

  1. Bakhtar

    فراه کې د نږدې څلور میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو ښوونځیو ودانۍ بیا ورغول شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-15 05:32:14

فراه کې د نږدې څلور میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو ښوونځیو ودانۍ بیا ورغول شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button